Holy Kaba
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ
Madina Mosque

په یو حدیث کې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
صَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي
«لکه څنګه چې ما لمونځ کولو کی وینئ، همداسې لمونځ وکړئ.»
(صحیح بخاري، د اذان کتاب، د نبي صلی الله علیه وسلم د لمانځه د څرنګوالي باب، حدیث ۶۳۱).
له همدې امله باید موږ د نبي صلی الله علیه وسلم د لمانځه طریقه د صحیحو احادیثو له مخې زده کړو، تر څو د لمانځه بشپړ ثواب ترلاسه کړو. په دې پاڼو کې د نبي صلی الله علیه وسلم د لمانځه طریقه د احادیثو سره نقل شوې ده.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دَخَلَ الْمَسْجِدَ، فَدَخَلَ رَجُلٌ فَصَلَّى، ثُمَّ جَاءَ فَسَلَّمَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَرَدَّ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَيْهِ السَّلَامَ، فَقَالَ:
"ارْجِعْ فَصَلِّ، فَإِنَّكَ لَمْ تُصَلِّ"
فَرَجَعَ يُصَلِّي كَمَا صَلَّى، ثُمَّ جَاءَ فَسَلَّمَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ:
"ارْجِعْ فَصَلِّ، فَإِنَّكَ لَمْ تُصَلِّ"
حَتَّى فَعَلَ ذَلِكَ ثَلاَثًا، فَقَالَ:
وَالَّذِي بَعَثَكَ بِالْحَقِّ مَا أُحْسِنُ غَيْرَهُ، فَعَلِّمْنِي.
فَقَالَ:
"إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلاَةِ فَكَبِّرْ، ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ، ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْتَدِلَ قَائِمًا، ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا، ثُمَّ افْعَلْ ذَلِكَ فِي صَلاَتِكَ كُلِّهَا."
ابوهرېره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مسجد ته داخل شو، یو سړی هم داخل شو او لمونځ یې وکړ. بیا هغه د نبي صلی الله علیه وسلم خواته راغی او سلام یې وکړ. نبي صلی الله علیه وسلم یې سلام ته جواب ورکړ او ویې فرمایل:
«بېرته لاړ شه او بیا لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی.»
هغه سړی بېرته ولاړ، بیا یې هماغسې لمونځ وکړ، بیا راغی او سلام یې وکړ. نبي صلی الله علیه وسلم ورته بیا وویل:
«بېرته لاړ شه او بیا لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی.»
دا کار درې ځله تکرار شو. هغه سړي وویل:
قسم په هغه ذات چې ته ئی په حق راولېږلی، زه له دې پرته بل څه نه شم کولای، ماته یې زده کړه.
نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«کله چې د لمانځه لپاره ودرېږې، نو تکبیر ووایه، بیا هر هغه څه د قرآن نه ولوله چې درته اسانه وي، بیا رکوع وکړه تر څو په رکوع کې ارام شې، بیا پورته شه تر څو مستقیم ودرېږې، بیا سجده وکړه تر څو په سجده کې ارام شې، بیا کښینه تر څو په ناسته کې ارام شې، او دا عمل په ټول لمونځ کې ترسره کړه.»
(صحیح بخاري، د لمانځه کتاب، حدیث 757؛
صحیح مسلم، د لمانځه کتاب، حدیث 397).