له دې وروسته چې مسلمان بشپړ اودس وکړي،
قبلې ته مخ راواړوي او «الله اکبر» ووايي.
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
مِفْتَاحُ الصَّلَاةِ الطُّهُورُ، وَتَحْرِيمُهَا التَّكْبِيرُ، وَتَحْلِيلُهَا التَّسْلِيمُ.
«د لمانځه کلید پاکي (اودس) ده، د لمانځه حرمت د تکبیر ویل دي، او د لمانځه پای سلام ویل دي.»
(سنن ابوداود، ترمذي، ابن ماجه – صحیح حدیث)
او د لاندې حدیث له مخې، کله چې د لمانځه لپاره ودرېږي، دواړه لاسونه دې تر اوږو پورې پورته کړي.
عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا:
> «أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ إِذَا قَامَ إِلَى الصَّلَاةِ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى يَحَاذِيَ بِهِمَا مَنْكِبَيْهِ، ثُمَّ كَبَّرَ...»
د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی:
«رسول الله صلی الله علیه وسلم به کله د لمانځه لپاره را ولاړ شو، لاسونه به یې تر اوږو پورې پورته کړل، بیا به یې تکبیر وایه.»
(صحیح بخاري، د اذان کتاب، حدیث
735؛ صحیح مسلم، د لمانځه کتاب، حدیث 390)
عَن مَالِكِ بْنِ حُوَيْرِثٍ رضي الله عنه قَالَ:
«أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ كَانَ إِذَا كَبَّرَ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى يُحَاذِيَ بِهِمَا أُذُنَيْهِ».
او د مالک بن حویرث رضي الله عنه روایت دی:
«رسول الله صلی الله علیه وسلم به کله تکبیر وایه، لاسونه به یې پورته کول تر څو د غوږونو برابر شي.»
(سنن نسائي، د لمانځه د پیل کتاب، د لاسونو د پورته کولو باب، حدیث 879؛
سنن ابوداود، د لمانځه کتاب، د لاسونو د پورته کولو باب، حدیث 749).