Holy Kaba
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ
Madina Mosque

نبي صلی الله علیه وسلم به خپل ښی لاس د کيڼ لاس پر مټ او بازو ایښود، او کله ناکله به یې د ښي لاس په ګوتو د کيڼ لاس مټ نیوه، او دواړه لاسونه به یې پر سینه ایښودل. عَنْ وَائِلِ بْنِ حُجْرٍ قَالَ:
«صَلَّيْتُ مَعَ النَّبِيِّ ﷺ، فَوَضَعَ يَدَهُ الْيُمْنَى عَلَى يَدِهِ الْيُسْرَى عَلَى صَدْرِهِ.»
وائل بن حجر رضي الله عنه وایي:
«ما له نبي صلی الله علیه وسلم سره لمونځ وکړ، نو هغه خپل ښی لاس د کيڼ لاس پر مټ کېښود او دواړه یې پر سینه کېښودل.»
(النسائي، السنن الکبری، د لمانځه د کړنو کتاب، د لمانځه په حالت کې د ښي لاس د کيڼ لاس پر ایښودو باب، حدیث 899).

قیام
قیام