د امام تر شا د فاتحې سورت لوستل د دې قرآني آيت سره مخالف نهدي:
﴿وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ﴾ (الأعراف: 204)
کله چې قرآن تلاوت شي، نو ورته غوږ ونیسئ او چوپ اوسئ، تر څو پر تاسې رحم وشي.
پوښتنه: آیا د دې آيت نه د امام تر شا د قرائت د منع کولو استدلال صحيح دی که نه؟
ځواب: دا استدلال له ډېرو وجوهاتو څخه ضعيف دی.
اول وجه دا دی چې د آيت مطلب دا نهدی چې مقتدی دې بالکل قرائت نهکوي، بلکې مطلب یې دا دی چې د امام تر شا په لوړ آواز قرائت مهکوئ، ځکه دا د «استماع» او «انصات» (غوږ نیولو او چوپ پاتې کېدو) سره منافات لري. خو په زړه کې یا په ټیټ آواز قرائت کول له استماع او انصات سره هېڅ مخالفت نهلري. د دې تاييد دا ده چې د «هدایه» کتاب ليکوال په د جمعې د خطبې باب کې وايي: د خطبې په وخت کې استماع او انصات واجب دي، خو کله چې خطيب دا آيت ووايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا﴾، نو اورېدونکي دې په زړه کې درود ووایي. په «کفایه» کې هم راغلي چې په خفيه (په ټيټ آواز) دې ووایي. نو معلومه شوه چې خفيه ذکر کول د استماع او انصات سره منافات نهلري، که نه نو فقهاء به یې اجازه نهورکوله.
دوهم وجه دا دی چې مقتدی کولای شي د امام د سکتو (چوپتیا) په وخت کې قرائت وکړي، لکه څنګه چې امام ترمذي په «ذکر أصحاب الحديث» کې ویلي، او امام بخاري په «جزء القراءة» کې ویلي چې په لومړۍ سکتې کې دې مقتدی قرائت وکړي.
دريم وجه دا دی چې که څه هم دا آيت عام دی او د سورت فاتحه لوستل هم پکې راځي، خو دا عموم د «لَا صَلَاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ» په حدیث سره تخصیص شوی دی (یعنې استثناء شوی).