د امام او مقتدي لره د «آمين» په لوړ آواز ويل:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه:
«إِذَا قَالَ الْإِمَامُ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ، فَقُولُوا آمِينَ، فَإِنَّهُ مَنْ وَافَقَ قَوْلُهُ قَوْلَ الْمَلَائِكَةِ، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ».
د ابوهریره (رضي الله عنه) نه روايت دی، رسول الله ﷺ وفرمایل:
«کله چې امام ووايي: (غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ)، نو تاسو ووایاست: آمين، ځکه څوک چې د ده د “آمين” وينا د ملائکو له “آمين” سره يو وخت وشي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي.»
(صحيح بخاري، حديث 782)
حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ الصَّبَّاحِ، وَعَمَّارُ بْنُ خَالِدٍ الْوَاسِطِيُّ، قَالَا: حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ عَيَّاشٍ، عَنْ أَبِي إِسْحَاق، عَنْعَبْدِ الْجَبَّارِ بْنِ وَائِلٍ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: صَلَّيْتُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَلَمَّا قَالَ: وَلا الضَّالِّينَ قَالَ: آمِينَ، فَسَمِعْنَاهَا.
او په بل حديث کې راغلي دي:
عبدالجبار بن وائل د خپل پلار نه روايت کوي چې وييويل:
«ما له رسول الله ﷺ سره لمونځ وکړ، کله چې يې وويل: (وَلَا الضَّالِّينَ)، نو وې ويل:
(آمين)، او موږ دا واورېدله.»
(سنن ابن ماجه، حديث 855)
يعنې نبي ﷺ خپله “آمين” په لوړ آواز وويله، او صحابهوو يې آواز واورېد، نو له دې څرګنديږي چې امام او مقتدي دواړه کولای شي “آمين” په لوړ آواز سره ووايي.