د رکوع پر مهال د لاسونو پورته کول (لکه د لمونځ په پیل کې) :
حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْلَمَةَ ، عَنْ مَالِكٍ ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ ، عَنْ سَالِمِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ ، عَنْ أَبِيهِ ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَرْفَعُ يَدَيْهِ حَذْوَ مَنْكِبَيْهِ، إِذَا افْتَتَحَ الصَّلَاةَ وَإِذَا كَبَّرَ لِلرُّكُوعِ وَإِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرُّكُوعِ رَفَعَهُمَا، كَذَلِكَ أَيْضًا، وَقَالَ: سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ رَبَّنَا وَلَكَ الْحَمْدُ، وَكَانَ لَا يَفْعَلُ ذَلِكَ فِي السُّجُودِ.
عبدالله بن مسلمة له مالک، له ابن شهاب، له سالم بن عبدالله، له خپل پلار څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمونځ په پیل کې خپل لاسونه د اوږو سره برابر پورته کول، او کله چې د رکوع لپاره تکبیر ویل، او کله چې د رکوع څخه سر پورته کول، همداسې يې کول.
هغه به ویل: «الله د هغه چا دعا اورېدلې چې هغه یې وستایله، زموږ رب، ستاینه د تا لپاره ده.»
خو په سجده کې به ئی داسې نه کول.
(صحیح بخاری، حدیث 735)
نبي صلی الله علیه وسلم په دې رکن کې مختلفې دعاوې لوستلې، یعنې کله به دا دعا ویله او کله به بله:
سُبْحَانَ رَبِّيَ الْعَظِيمِ
ترجمه: «پاک او منزه دی زما لوی رب.»
هغه دا دعا درې ځله یا کله کله له درې ځله زیات هم ویله.