د رکوع نه د سر پورته کولو او د دعا لوستلو بیان:
نبي صلی الله علیه وسلم به د رکوع نه خپل شا
پورته کاوه او ویل به یې:
«سمعَ اللهُ لِمَن حَمِدَهُ»
ترجمه:
«الله سبحانه او تعالی د هغه چا خبرې اوري چې هغه یې ستاینه کوي.»
لکه څنګه چې تاسو ته لارښوونه شوې: «د چا لمونځ تر هغه وخت نه بشپړېږي ترڅو چې هغه د رکوع په وخت کې اللّٰه أكبر نه وي ویلي، او تر هغه چې د رکوع نه وروسته سمعَ اللهُ لِمَن حَمِدَهُ نه وي ویلي، صحیح نه دي درېدل.»
کله چې تاسو د رکوع نه سر پورته کوئ، باید داسې مستقیم ودرېږئ چې ټول د ملا هډوکي خپل ځای ته ورسېږي، او په همدې حالت کې ویل کیږي:
«رَبَّنَا وَلَكَ الْحَمْدُ»
ترجمه:
«پروردگارا، ستاینه او شکر یوازې ستا لپاره دی.»
حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْلَمَةَ ، عَنْ مَالِكٍ ، عَنْ نُعَيْمِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ الْمُجْمِرِ ، عَنْ عَلِيِّ بْنِ يَحْيَى بْنِ خَلَّادٍ الزُّرَقِيِّ ، عَنْأَبِيهِ ، عَنْ رِفَاعَةَ بْنِ رَافِعٍ الزُّرَقِيِّ ، قَالَ: كُنَّا يَوْمًا نُصَلِّي وَرَاءَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَلَمَّا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرَّكْعَةِ، قَالَ: سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، قَالَ رَجُلٌ وَرَاءَهُ: رَبَّنَا وَلَكَ الْحَمْدُ حَمْدًا كَثِيرًا طَيِّبًا مُبَارَكًا فِيهِ، فَلَمَّا انْصَرَفَ، قَالَ: مَنِ الْمُتَكَلِّمُ ؟ قَالَ: أَنَا، قَالَ: رَأَيْتُ بِضْعَةً وَثَلَاثِينَ مَلَكًا يَبْتَدِرُونَهَا أَيُّهُمْ يَكْتُبُهَا أَوَّلُ.
عبدالله بن مسلمة له مالک، له نعیم بن عبدالله المجمر، له علی بن یحیی بن خلاد الزرقی، له پلار څخه، له رفاعه بن رافع زرقی نه روایت کوي:
«یوه ورځ مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شا لمونځ کاوه. کله چې هغه د رکوع نه سر پورته کړ، ویې ویل:
‘سمعَ اللهُ لِمَن حَمِدَهُ’. یو سړی چې ورپسې ولاړ و وویل:
‘رَبَّنَا وَلَكَ الْحَمْدُ حَمْدًا کَثِيرًا طَيِّبًا مُبَارَکًا فِيْه’.
د لمونځ پای ته رسېدو نه وروسته، نبي صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه: ‘چا خبرې وکړې؟’ هغه وویل: زه یم. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ‘ما ولیدل چې له دیرشو څخه زیات فرښتې پر دې سبقت اخلي چې کوم یو لومړی یې ولیکي.’»
(صحیح بخاري، حدیث 799)