Holy Kaba
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ
Madina Mosque

د سجدی بيان:
بیا نبی صل اللّه وعلیه وسلم "اللّٰه أكبر" ویل سجدی ته تللو.
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما قَالَ:
قَالَ النَّبِيُّ ﷺ: "أُمِرْتُ أَنْ أَسْجُدَ عَلَى سَبْعَةِ أَعْظُمٍ: عَلَى الْجَبْهَةِ" – وَأَشَارَ بِيَدِهِ عَلَى أَنْفِهِ – "وَالْيَدَيْنِ، وَالرُّكْبَتَيْنِ، وَأَطْرَافِ الْقَدَمَيْنِ، وَلَا نَكْفِتَ الثِّيَابَ وَلَا الشَّعَرَ."
ابن عباس رضی الله عنهما نه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«ما ته امر شوی دی چې په اوو هډوکو سجده وکړم: پر ګونډې» – او د خپلې لاس په وسیله یې د پزې اشاره وکړه – «پر دواړو لاسونو، پر دواړو زنګونونو، او پر دونو پښو. او لباس او وېښتان په سجده کې راټول نه کړئ.»
(صحیح بخاری، حدیث 812)
نبي صلی الله علیه وسلم کله چې سجدی ته تللو، خپل دواړه لاسونه د زنگونونو نه مخکې پر ځمکه کېښودل.
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضي الله عنه قَالَ:
قَالَ النَّبِيُّ ﷺ: "اعْتَدِلُوا فِي السُّجُودِ، وَلَا يَبْسُطْ أَحَدُكُمْ ذِرَاعَيْهِ انْبِسَاطَ الْكَلْبِ."
انس بن مالک رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«په سجده کې اعتدال وساتئ، او هېڅوک دې خپل لاسونه لکه د سپي په څېر پراخ نه کړي.»
(صحیح بخاری، حدیث 822)