Holy Kaba
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ
Madina Mosque

د سجدی نه اوچتیدل:
نبی صل اللّه وعلیه وسلم "اللّٰه أكبر" ویل خپل سر یی د سجدی نه اوچتولو.
حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ مَسْعُودٍ، ‏‏‏‏‏‏حَدَّثَنَا زَيْدُ بْنُ الْحُبَابِ، ‏‏‏‏‏‏حَدَّثَنَا كَامِلٌ أَبُو الْعَلَاءِ، ‏‏‏‏‏‏حَدَّثَنِي حَبِيبُ بْنُ أَبِي ثَابِتٍ، ‏‏‏‏‏‏عَنْ سَعِيدِ بْنِ جُبَيْرٍ، ‏‏‏‏‏‏عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ، ‏‏‏‏‏‏أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَيَقُولُ بَيْنَ السَّجْدَتَيْنِ:‏‏‏‏ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي وَارْحَمْنِي وَعَافِنِي وَاهْدِنِي وَارْزُقْنِي.
محمد بن مسعود، زید بن حبّاب، کامل ابو العلاء، حبیب بن ابی ثابت، سعید بن جبیر، او ابن عباس نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوه سجدو ترمنځ دعا ویل:
«اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي وَارْحَمْنِي وَعَافِنِي وَاهْدِنِي وَارْزُقْنِي» ژباړه: «خدایا! ما وبښه، پر ما رحم وکړه، ما روغ جوړ وساته، رهبري مې وکړه او روزي راکړه.» په نورو حدیثونو کې هم د دوه سجدو ترمنځ د نبي ﷺ دعاوې ذکر شوې دي.
(سنن ابوداود ۸۵۰، ترمذي ۲۸۴، ابن ماجه ۸۹۸)
د دوه سجدو ترمنځ د ناستو ترتیب:
له عایشې رضی الله عنها نه روایت دی چې وې ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم د نماز پیل د تکبیر او د «الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ» په تلاوت سره کاوه. کله چې رکوع ته لاړ، سر یې نه پورته کاوه او نه یې ښکته کاوه، بلکه منځنۍ حالت کې و. کله چې له رکوع څخه سر پورته کاوه، تر هغه چې په بشپړ ډول سم ونه درېده، سجده نه کاوه. په هر دوه رکعتونو کې «تحیات» ویل کیدل. کله چې ناست و، کیڼه پښه یې د ځمکې سره پراته او ښۍ پښه یې سمې کړې وه. د «عقب شیطان» ناستې او د «سپي په څېر» خپرېدو څخه یې منع کاوه. او نماز یې د سلام په ویلو پای ته رسول.
(سنن ابوداود ۷۸۳)