Holy Kaba
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ
Madina Mosque

په لمانځه کې د سلام ګرځولو بيان:
نبی ﷺ به د لمانځه په پای کې داسې سلام ورکاوه چې د ده د ښي مخ سپينوالی به ښکاره شو. ده به ويل:
«السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ»،
بيا به ښي لور ته سلام ګرځاوه، تر څو د ده د ښي مخ سپينوالی ښکاره شي.
بيا به ده «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ» ويل او چپ لور ته به یې سلام ورکاوه، تر څو د ده د چپ مخ سپينوالی ښکاره شو.
کله به نبی ﷺ د لومړي سلام په وخت کې د «وَبَرَكَاتُهُ» کلمه هم زياتوله،
او کله به داسې کول چې ښي لور ته ويل:
«السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ»
خو چپ لور ته يوازې ويل: «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ».
او کله به يوازې په يو سلام اکتفا کوله، يعنې مخ به يې لږ ښي لور ته اړولی او ويل به يې:
«السَّلَامُ عَلَيْكُمْ».
عَن عَامِرِ بْنِ سَعْدٍ، عَنْ سَعْدٍ رضي الله عنه قَالَ: "كُنْتُ أَرَى رَسُولَ اللَّهِ ﷺ يُسَلِّمُ عَنْ يَمِينِهِ وَعَنْ يَسَارِهِ، حَتَّى يُرَى بَيَاضُ خَدِّهِ."
د سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه روايت:
هغه وايي: ما به رسول الله ﷺ ليده، چې ښي او چپ لور ته سلام ورکاوه، تر دې چې د ده د مخ سپينوالی به ښکاره شو.
(صحيح مسلم، کتاب الصلاة، باب السلام في الصلاة، حديث 582)
حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ كَثِيرٍ، ‏‏‏‏‏‏أَخْبَرَنَا سُفْيَانُ. وحَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ يُونُسَ، ‏‏‏‏‏‏حَدَّثَنَا زَائِدَةُ. وحَدَّثَنَا مُسَدَّدٌ، ‏‏‏‏‏‏حَدَّثَنَا أَبُو الْأَحْوَصِ. وحَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عُبَيْدٍ الْمُحَارِبِيُّ، ‏‏‏‏‏‏وَزِيَادُ بْنُ أَيُّوبَ، ‏‏‏‏‏‏قَالَا:‏‏‏‏ حَدَّثَنَا عُمَرُ بْنُ عُبَيْدٍ الطَّنَافِسِيُّ. ح وحَدَّثَنَاتَمِيمُ بْنُ الْمُنْتَصِرِ، ‏‏‏‏‏‏أَخْبَرَنَا إِسْحَاقُ يَعْنِي ابْنَ يُوسُفَ، ‏‏‏‏‏‏عَنْ شَرِيكٍ. ح حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ مَنِيعٍ، ‏‏‏‏‏‏حَدَّثَنَا حُسَيْنُ بْنُ مُحَمَّدٍ، ‏‏‏‏‏‏حَدَّثَنَا إِسْرَائِيلُ كُلُّهُمْ، ‏‏‏‏‏‏عَنْ أَبِي إِسْحَاقَ، ‏‏‏‏‏‏عَنْ أَبِي الْأَحْوَصِ، ‏‏‏‏‏‏عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، ‏‏‏‏‏‏وَقَالَ إِسْرَائِيلُ:‏‏‏‏ عَنْ أَبِي الْأَحْوَصِ، ‏‏‏‏‏‏وَالْأَسْوَدِ، ‏‏‏‏‏‏عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، ‏‏‏‏‏‏أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَكَانَ يُسَلِّمُ عَنْ يَمِينِهِ، ‏‏‏‏‏‏وَعَنْ شِمَالِهِ حَتَّى يُرَى بَيَاضُ خَدِّهِ، ‏‏‏‏‏‏السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ، ‏‏‏‏‏‏السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ.
د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت:
هغه وايي: نبي ﷺ به ښي او چپ لور ته سلام ورکاوه، تر دې چې د ده د مخ سپينوالی به ښکاره شو، او به يې ويل:
«السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ، السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ».
(سنن ابوداود، حديث 996)
حَدَّثَنَا عَبْدَةُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، ‏‏‏‏‏‏حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ آدَمَ، ‏‏‏‏‏‏حَدَّثَنَا مُوسَى بْنُ قَيْسٍ الْحَضْرَمِيُّ، ‏‏‏‏‏‏عَنْ سَلَمَةَ بْنِ كُهَيْلٍ، ‏‏‏‏‏‏عَنْعَلْقَمَةَ بْنِ وَائِلٍ، ‏‏‏‏‏‏عَنْ أَبِيهِ، ‏‏‏‏‏‏قَالَ:‏‏‏‏ صَلَّيْتُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَفَكَانَ يُسَلِّمُ عَنْ يَمِينِهِ السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ، ‏‏‏‏‏‏وَعَنْ شِمَالِهِ السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ.
د وائل بن حجر رضي الله عنه روايت:
هغه وايي: ما له رسول الله ﷺ سره لمونځ وکړ، نو نبي ﷺ به ښي لور ته سلام ورکاوه او ويل به يې:
«السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ»،
او چپ لور ته به يې سلام ورکاوه او ويل به يې:
«السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ».
(سنن ابوداود، حديث 997)
لنډيز:
1. نبي ﷺ به د سلام پر مهال دواړو لورو ته سلام ورکاوه، تر څو د ده د مخ سپينوالی ښکاره شو.
2. د سلام الفاظ معمولاً دا وو: «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ».
3. کله به د ښي اړخ په سلام کې «وَبَرَكَاتُهُ» هم زياتوله.
4. کله به دواړو لورو ته سلام ورکاوه، او کله به يوازې يو سلام کافی ګڼلو.
5. سلام ګرځول د لمانځه وروستۍ برخه ده او د لمانځه د ختمېدو نښه ده.