حدثنا داود بن رشيد حدثنا الوليد عن الأوزاعي عن أبي عمار اسمه شداد بن عبد الله عن أبي أسماء عن ثوبان قال كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا انصرف من صلاته استغفر ثلاثا وقال اللهم أنت السلام ومنك السلام تباركت ذا الجلال والإكرام قال الوليد فقلت للأوزاعي كيف الاستغفار قال تقول أستغفر الله أستغفر الله
ثوبان رضي الله عنه وايي: کله به چې رسول الله ﷺ له لمانځه څخه فارغ شو، درې ځله به یې استغفار (بښنه غوښتنه) کوله، او به یې ويل:
«اللهم أنت السلام ومنك السلام، تباركت يا ذا الجلال والإكرام»
(اې الله تعالٰی! ته د سلام سرچينه يې، له تا سلام دى، ته برکتمن يې، اې د جلال او اکرام څښتنه).
الوليد وايي: ما له الأوزاعي څخه وپوښتل، چې استغفار څنګه وي؟
هغه وويل: دا وايه:
«أستغفر الله، أستغفر الله».
(صحيح مسلم، د جوماتونو او د لمانځه د ځايونو کتاب، د لمانځه وروسته د ذکر کولو باب، حديث شمېره 591)
د پنځو ورځنيو لمونځونو وروسته د نورو دعاوو لپاره دې دې وېبپاڼې ته مراجعه وکړې.
دلمونځونو اذکار