Holy Kaba
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ
Madina Mosque

د ښځې او سړي د لمانځه تر منځ کوم شرعي فرق نشته.
ډېر محدثین لکه امام بخاري، امام مسلم، ابن خزيمه، ابن حبان او نور وايي چې د ښځو او سړیو د لمانځه اصل یو شان دی، ځکه چې رسول الله ﷺ فرمايلي دي:
«صلّوا كما رأيتموني أُصلّي»
(لمونځ وکړئ لکه څنګه چې ما لمانځه کولو کی وینئ.)
(صحيح بخاري، حديث 631)
دا حديث عمومي دی او د ښځې او سړي دواړو لپاره شامل دی. محدثین وايي که په لمانځه کې د ښځې او سړي تر منځ کوم فرق لازم وای، نو رسول الله ﷺ به هغه څرګند کړی وای.
هيڅ صحيح حديث نشته چې په څرګنده د ښځې او سړي د لمانځه تر منځ فرق بيان کړي. هغه څه چې له ځينو صحابه‌وو يا تابعينو څخه روايت شوي چې ښځه دې په لمانځه کې ځان لږ راټول کړي، دا د حيا او حجاب له اړخه ده، نه د لمانځه د طريقې له اړخه.
د صحيحو احاديثو او د جمهور محدثينو له قوله، د ښځې او سړي د لمانځه طريقه يو شان ده، او رسول الله ﷺ د دواړو تر منځ هېڅ څرګند فرق نه دی بيان کړی. د اهل حديثو او محدثينو لکه نووي، ابن حجر او الباني له نظره هم، د ښځې او سړي د لمانځه اصل يو دی، خو ښځه د حيا او پوښښ له وجې کولای شي لږه راټوله بڼه غوره کړي.